IQNA

 د شعبان مبارکې میاشتې ډير سفارش شوي اعمال

9:02 - February 11, 2024
د خبر لمبر: 3488706
ایکنا- نن د شعبان المعظم د میاشتې لومړۍ ورځ ده ،او د روژې مبارکې میاشتې پورې یوازې یو نفس یعني یوه میاشت باقي پاتې ده،داسې میاشت چې په هغې کې په روژې لرلو،لمونځ او استغفار  سره له  ترټولووروستي الهی پیغمنبر سره ملګرتیا کولی شو.

ایکنانیوز راپور راکړ،دشعبان المعظم مبارکه میاشت  له ننه پیل شوې ،داسې میاشت چې له  الهي پیغمبر اوترټولوخواږه بنده  سره منتسبه ده .د شعبان دمیاشتې په اهمیّت کې  د شعبانیه صلوات  په دعا کې لولوو،؛ وَ هَذَا شَهْرُ نَبِیک سَیدِ رُسُلِک شَعْبَانُ الَّذِی حَفَفْتَهُ مِنْک بِالرَّحْمَةِ وَ الرِّضْوَانِ‌» او دا دی د شعیان میاشت  د تاد رسول د پيغمبرانو د سردار میاشت چې دغه میاشت  د تا  په رضا ،رحمت او خوښۍ  ډکه ده ،شعبانمیاشت د پيغمبر(ص) میاشت ده چې  په  دې کې الهی رضوان  او رحمت دی.

ددغې میاشتې لپاره خاص  مستحب عملونو سپارښتنه شوې ده د شعبان د مبارکې میاشتې په ترټولو مهمو عملونو کې چې پیغمبر اکرم ترسره کول، د روژې ساتل دي  چې هم ئې پخپله روژه ساتله او  هم ئې خلکو ته  پیغام لیږلو چې  خلک له هغه سره یو ځای روژه وساتي .

د شعبان د میاشتې د روژې ساتلو اهمیّت او ارزښت؛ 

په دغې میاشتې کې د روژې دساتلو ډيره  سپارښتنه شوې ده ،حضرت امام جعفر صادق علیه  السلام څخه پوښتنه وشوه؛ یابنَ رسول الله؛هغه څوک چې  شعبان یوه ورځ روژه وساتي ، څومره ثواب لري؟ وفرمائيل؛  په خدای مو قسم ، دهغه جایزه بهشت او جنت دی ، عرض وشو ، یابن رسول الله ؛ په دغې میاشتې کې ترټولو ښه عمل څه دی؟ وې فرمائيل؛ صدقه ورکول او استغفار کول ، هر څو ک په شعبان میاشت کې صدقه ورکړي، په داسې حال کې چې که د احد  غره تر اندازه هم وي، خپل خاوند ته بیرته ګرځي..

 په یوه روایت کې راغلي  دي ،پیغمبر اکرم(ص)  کله چې د شعبان میاتش ولیدله،نو حکم  ئې ورکړ،  یو کس دې په ټولې مدینې کې غږپورته کړي چې؛ ائ خلکو! دغه میاشت ، د  ماه میاشت ده ،خدای دې رحمت وکړي پر هغه چا چې  په دغه میاشت کې له ما سره مرسته وکړي،یعني روژه وساتي::

استغفار ماه شعبان  

دشعباندمیاشتې داستغفر په باب ډيره سپارښتنه شوې ده چې هره ورځ ووائۍ؛ أسْتَغْفِرُ اللهَ وَ أَسْأَلُهُ التَّوْبَةَ» او همداراز  «أسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذِي لا إِلَهَ إِلا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ الْحَيُّ الْقَيُّومُ وَ أَتُوبُ إِلَيْهِ»  چې  دروایتونوله ټولګې هم استفاده کیږي،په دغې میاشتې کې استغفار ډير زیات اهمیّت لري او ورپاندې ټينګار شوی او سپارښتنه ئې شوې ده، او داسې هم نه ده چې  انسان حتما داسې ګناه کړي وي چې استغفار وکړي ، په داسې بڼه کې چې پیغمبر هم ډير استغفار کولو:

د شعبان د میاشتې پيل د شعبانیه  اخترونود رارسیدا ،یعني د حضرت امام حسین علیه السلام ، حضرت عباس علمدار علیه السلام ، حضرت امام زین العابدین علیه السلام  او د زمانې دژغورونکي حضرت  امام مهدي علیه السلام د نیکمرغه میلاد  اخترونو د رارسیدا ځيری ورکوي. ددغې میاشتې لپاره  چې درمضان المبارک  دمیاشتې د رارسیدا ځيری هم دی ،د یو شمیر مستحب عملونو سپارښتنه شوې ده څو ا نسان  د روژې مبارکې میاشتې ته  واریدولو ته تیار کړي.

د شعبان د میاشتې  خاص ذکر   

ددغې میاشتې  په ټولو شپو ورځو کې  له نورو عملونو څخه  په هرې ورځې کې زره ځله د ؛ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَ لا نَعْبُدُ إِلا إِیَّاهُ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ وَ لَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُونَ  دی . دغه ذکر ډير زیات انعام لري ، په هغو کې یو دا چې  دهغه نامه اعمال کې د زرو کلونو عبادت لیکل کیږي.

همداراز سپارښتنه شوې ده چې ددغې میاشتې په هرې پنجشنبې ورځې دوه رکعته لمونځ ادا کړئ ،  او په هر رکعت کې  له الحمد سورې وروسته سل ځله ؛ قل هوا الله احد ؛سوره ولولئ او د لمانځه له سلامه وروسته ، سل ځله صلوات  واستوئ ،څو حقت تعالی هر هغه حاجت چې په دین او دنیا کې ئې لرئ ، قبول کړي او هم د دغې میاشتې په هرې پنچشنبې ورځې  د روژې ساتل هم ډير زیات اهمیّت لري.

روایت شوي دي چې د شعبان د میاشتې په هره پنجشنبه ورځ آسمانونه ښکلی کیږي،نو بیا ملائکې عرض کوي، ائ لویه خدایه !  ددغې  ورځې روژه تیان  وبخښې او د هغوي دعا قبوله کړه.

 په نبوي حدیث کې راغلی دي  هرڅوک چې د شعبان دمیاشتې په دوشنبې او پنجشنبې ورځو کې روژه وساتي ، حق تعالی  دهغه دنیوي او اخروي  شل شل حاجتونه پوره کوي.

په دغې مبارکې میاشتې کې ډیر زیات صلواة استوئ او صدقه ورکوئ چې پيغمبري کار دی.

https://iqna.ir/fa/news/4198969

captcha